تازه خبرونه

په تقنینی فرمان د کانونو د قانون نافذيدل له اساسی قانون سرغړونه ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مدني ټولنې د طبيعي سرچينو پر سر د څارنې د شبكې غړى زړگى سجاد وايي، د كانونو د قانون اوسنۍ مسوده اساسي نيمگړتياوي لري او ولسمشر د دې قانون د سمون لپاره بايد هغه ولسي جرگې ته وړاندې كړي او كه په اوسني شكل دا قانون د ولسمشر له خوا توشيح شي، د هېواد پر اقتصاد به ناوړه اغېز ولري.

د مدني ټولنې د طبيعي سرچينو د څارنې د شبكې غړى ابراهيم جعفري وايي، دا قانون نه يوازې دا، چې د موضوع له اړخه د افغانستان له شرايطو سره برابر نه دى، بلكې نوم يي هم پراخ را نغاړونكى نه دى.

د دې شبكې غړى جاويد نوراني وايي، د دې قانون په مسوده كې د مافيا لاسوهنه د دې لامل شوې، چې دا قانون كمزورى شي.

دا په داسې حال كې ده، چې نږدې يوه اوونۍ مخكې د سوداگرۍ او صنايعو خونې له ولسمشر حامد كرزي سره يوې ناسته كې د ملي شورا په غياب كې د كانونو د قانون د توشيح غوښتنه كړې وه.

Trending

Exit mobile version