تازه خبرونه

په تهران کې افغان کډوالو ته د پاسپورتونو د وېش بهیر پيل شو

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند  مرستیال څرګنده کړې، چې د اسلامي  امارت د مشرتابه د فرمان له مخې ټول وزارتونه او امارتي ادارې مکلفې دي، چې د مراجعینو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې او ستونزو ته یې د حل لار پیدا کړي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل ویلي؛ د یاد فرمان پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت مقام له سپارښتنې سره سم په ایران کې د پاسپورټ سند لپاره د افغان مهاجرینو د اړتیاوو د حل لپاره په تهران کې د پاسپورتونو د وېش بهیر پیل شو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛  په بهرنیو استازولیو کې د قونصلي چارو ریاست د افغان مهاجرین پر بېلابېلو پړاوونو وېشلي او یاد بهیر یې پيل کړی دی.

دغه راز په پام کې ده، چې  لومړی د پاسپورتونو د وېش بهیر هغو نويو زېږيدليو ماشومانو ته پیل شي، چې الکترونیکي تذکره یا زېږون کارټ یا د پلار پاسپورت  او یا هم د کوربه هېواد اقامتي سند ولري وېشل کیږي.

د افغانستان اسلامي امارت په ایران کې افغان مهاجرینو ته ډاډ ورکوي او هڅه کوي، چې ډېر ژر د نورو افغانانو لپاره هم د پاسپورت د وېش بهیر په عادي ډول پیل کړي.

Trending

Exit mobile version