تازه خبرونه
په تهران کې د افغانستان او ایران د اوسپنې پټلۍ ادارې مشرانو سره ولیدل
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې څرګنده کړې؛ تېره ورځ( د وږي ۶ ) ناوخته د دې ادارې عمومي رییس بخت الرحمن شرافت او ورسره مل پلاوي د ایران په تهران ښار کې د دغه هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له مشر او د لارو او ښار جوړلو وزارت له معین سید میعاد صالحي سره ولیدل.
د یادې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې لیدنه کې، چې د دې ادارې د ځانګړي مشاور میرویس غفوري، د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو ریاست مرستیال ابوبکر ځدراڼ، په تهران کې د افغان سفارت تشریفاتو رییس محمد علیم نوراني او د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع دراني د نوموړي ملتیا کوله.
د خبرپاڼې له مخې؛ د ایران د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر سید میعاد صالحي افغان پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ څرګنده کړې: خوښ یوو، چې ستاسې کوربهتوب کوو او هیله لرو، چې دغه ناستې د دوه اړخیزه همکاریو د پراختیا لامل شي.
دغه راز د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس بخت الرحمن شرافت له ایراني لوري څخه د مننې ترڅنګ ویلي: ایران د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو پیلېدو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې ده.
په دې غونډه کې د خواف – هرات درېیمې ټوټې اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو پر چټکتیا هم بحث وشو او ایراني لوري ډاډ څرګند کړ، چې دوی په دغه برخه کې لازمه همکاري کوي او هڅه کوي له یاد مسیر څخه د انتقالاتو کچه لوړه شي.
همدارنګه دواړه لوریو د دوه اړخیزه اړوند همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د خواف – هرات درېیمه ټوټه اوسپنه پټلۍ د دواړه هېوادونو په اقتصادي پراختیا کې مهمه وبلل شوه، چې باید ځانګړې پاملرنه ورته وشي.
ویل کیږي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس ملا بخت الرحمن شرافت او ورسره مل پلاوي د ایران هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې پر بلنه یاد هېواد ته سفر کړی دی.