نړۍ

په تهران کې د ایران، روسیې او ترکیې مشران د سوریې پر جګړه خبرې کوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۷, ۱۴۰۱)

تمه ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به راتلونکې اوونۍ تهران ته سفر وکړي او د خپلو ترکي او ایراني سیالانو سره به د سوریې د جګړې په اړه خبرې وکړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د شنبې پر ورځ ( د چنګاښ ۲۱) ویلي، چې پوتین به د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې پر ورځ (د چنګاښ ۲۸) د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي سره خبرې وکړي.

 روسیې، ترکیې او ایران په وروستیو کلونو کې د سوریې په اړه د «آستانه د سولې بهیر» تر نامه لاندې په دې عربي هېواد کې د ۱۱ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره سره کتلي دي.

دا درې واړه په سوریه کې ښکېل هېوادونه دي، روسیه او ایران د دمشق د رژیم د مخالفانو پر وړاندې ملاتړ کوي او ترکیه د یاغیانو پلوي ده.

د سې شنبې پر ورځ سرمشریزه په داسې حال کې جوړیږي، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې په شمال کې د کردي وسلوالو پر ضد د نویو عملیاتو د پیلولو ګواښ کړی دی.

ایران، چې ولسمشر ابراهیم رییسي یې د دې غونډې کوربه دی؛ له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې په سوریه کې د ترکیې هر ډول پوځي اقدام کولی شي سیمه بې ثباته کړي.

د تهران غونډه به اردغان له دې وړتیا هم برخمن کړي، چې د فبرورۍ په میاشت کې د روسیې لخوا پر اوکراین له برید وروسته له خپل سیال پوتین سره لومړنۍ لیدنه تر سره کړي.

Trending

Exit mobile version