تازه خبرونه

په تهران کې د یوه ځوان افغان نیم سوځېدلی مړی وموندل شو

Published

on

ایراني رسنیو د تهران د جنوب لویدیځ په اړوند سیمه کې د یوه ۲۲ کلن افغان نیم سوځېدلی مړی موندلی دی.

د دغه ځوان مړی د اشکانیه ښار د رباط کریم په سیمه کې پیدا شوی دی.

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې؛ د رباط کریم د اور‌وژنې ادارې مشر حمید رزاقي ویلي، چې نیم سوځیدلی مړی د عدلي او قضایي ارګانونو پر همغږۍ د نورو کتنو لپاره عدلي طب ته لیږدول شوی او د پېښې د پټو اړخونو د ښکاره کولو لپاره پرې د پولیسو پلټنې روانې دي.

Trending

Exit mobile version