تازه خبرونه
په تورخم کې به دروازه او نور تاسیسات ضرور جوړیږي-د پاکستان پوځ
د پاکستان پوځ ویاند وایي، چې تورخم کې به دروازه او نور تاسیسات ضرور جوړیږي؛ خو په پاکستان کې د افغانستان سفیرټینګار کړی، چې د پوځي تاسیساتو د کار د درولو هوکړه له پاکستان سره شوې ده.
په تورخم کې وروستیو ورځو کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستانيو پوځیانو تر منځ سختې نښتې وشوې چې په ټولنیزو شبکو کې یې هم تاوده بحثونه را پورته کړل. نښتې د یکشنبې په شپه(د غبرګولي ۲۳) د پاکستانيو ځواکونو لخوا د تاسیساتو د جوړولو پر سر پیل شوې.
پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوا وایي، له خپل دغه کار څخه نه په شا کیږي، مونږ دغه کار پخپله خاوره کې کوو.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال په خپل فیسبوک کې لیکلي، چې که د پاکستان لخوا د تاسیساتو جوړولو کار دوام وکړي، د سفیر په توګه به خپله دنده پریږدي.
افغان دولت بیا وایي، چې د دغې شخړې د حل له پاره باید خبرې وشي.
د ولسمشر مرستیالویاند شاه حسین مرتضوي وایي، د افغانستان حکومت د تورخم له پېښې وروسته د بهرنیوچارو وزارت له لارې په یوه اعلامیه کې د خبرو اترو له لارې د ستونزې د حل غوښتونکی شو او تېره ورځ هم په ارګ کې د ولسمشر په ګډون د سیاسي او جهادي رهبرانوناسته تر سره شوه، چې د ځمکني بشپړتیا ساتنه د افغانستان حق ونومول شو.
د ملي دفاع وزارت ویانددولت وزیری وایي، ملي امنیتي ځوړاکونه به هیچا ته د افغانستان پر خاوره د یرغل اجازه ورنه کړي؛ خلک اننر او ښځه، زوړ او ځوان د خپلې خاورې ساتنې ته تیار دي.
د ملي امنیت د شورا ویاندتواب غورځنګ وایي، افغان ځواکونه د خپلې خاورې د هرې برخې ساتنه کوي او هر راز مبارزې ته تیار دي؛ خو زمونږ ټینګار دادی، چې جنګ د حل لار نه ده، د پاکستان دولت باید د خبرو اترو له لارې دغه ستونزه حل کړي.
د پاکستاني ځواکونو او افغان پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښتې د یکشنبې په شپه وروسته له دې پیل شوې، چې پاکستانيو ځواکونو صفرې ټکي ته نږدې د دروازې جوړولوهڅه وکړه او د افغان ځواکونو لخوا یې مخه ونیول شوه.