تازه خبرونه
په تورخم کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو نښته رامنځته شوه
په تورخم ښارګوټي کې د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست استازي عرفات مهاجر ویلي؛ د پاکستانيو او افغان پوله ساتو ترمنځ د نښتې له کبله د تورخم دروازه د هر ډول ترانزیت او مسافرو پرمخ تړل شوې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ نښته د یوې پوستې د جوړیدو له کبله رامنځته شوې ده.
مهاجر وايي؛ لومړی ډزې پاکستاني لوري پرافغان پوله ساتو کړي؛ خو نوموړي په نښته کې د زیانونو په اړه معلومات څرګند کړي نهدي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند منلې، چې نن (چارشنبه) په تورخم کې د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
عبدالمتین قانع په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دا جګړه د پاکستانيو ځواکونو لهخوا پر افغان ځواکونو د ډزو له کبله پیل شوې او افغان ځواکونو هم دغه برید ته غبرګون ښودلی دی.
عبدالمتین قانع زیاته کړې؛د دواړو لوریو چارواکي له دې جګړې خبر دي او هڅې روانې دي، چې د دغې جګړې لاملونه معلوم او په راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخه ونیول شي.
ویل کیږي، چې ده جګړه له غرمط وروسته درطدلې ده.