تازه خبرونه

په تورخم کې د تېرې شپې سرحدي نښته پای ته رسیدلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په تورخم دروازه کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ د تېرې شپې نښته  اوس پای ته رسیدلې ده.

په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي دي، چې تېره شپه د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستانیو ملیشو ترمنځ شاوخوا نهه بجې پر پوله د دروازې د  نصبولو پرلامل نښته رامنځته شوه او افغان ځواکونو د دغه کار مخه ونیوله.

یوې سرچینې آریانا نیوز ته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې په دې پېښه کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې نښته کې له ۳۰ ډېرو پاکستانيو پوځیانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د افغان او پاکستانیو سرحدي ځواکونو تر منځ دغه راز نښتې نوې نه دي او ورته نښتې یې تر منځ پېښې شوې دي، چې تلفات یې هم لرل؛ خو نه دومره، چې د تېرې شپې په نښته کې رامنځته شوي دي.  

د افغانستان د سرحدي ځواکونو رییس ارکان محمد ایوب حسن خېل رسنیو ته ویلي، چې د تیري شپې په جګړه کې د سرحدي ځواک یو سرتیري وژل شوی او پېنځه نور ټپيان دي.

هغه خپل اړخ ته د ملکي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د پاکستان لوري ته یې د تلفاتو امکان نه دی رد کړی او وایي، کیدی شي د پاکستان پوځ ته تلفات اوښتي وي، خو په اړه یې کره معلومات نه لري.

د پاکستان د پوځ یا خیبر پښتونخوا د حکوت له لوري په رسمي بڼه تازه معلومات نه دي ورکړشوي؛ خو تېره شپه د پوځ سرچینو ویلي وه، چې یو عسکر یې ټپي شوی.

د ملکي تلفاتو په اړه د پاکستان ځینو خبري سرچینو ویلي، چې د افغانستان له اړخه د هاوان او توپونو په مرمیو د دوه ماشومانو په ګډون ۶ ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

له بل لوري د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر دفتر ویلي، چې پاکستان په تورخم کې د وضعیت په خرابولو غواړي د نړیوالو پام له اصلي مسلو په بله واړوي.

اتمر ټولو امنیتي ځواکونو؛ په ځانګړي توګه په ختیځ کې د میشتو سرحدي پولیسو او دوه سوه لومړي سیلاب قول اردو رهبرۍ ته د وسلوال پوځ اعلی سرقومندانۍ هدایت کړی، چې د خپلې خاورې دفاع او ساتنې له پاره د دښمن او ملاتړو پر وړاندې یې پوره چمتو وي.

تېره شپه داسي خبرونه ورکړشوي وه، چې دواړو اړخونو سرحدي سیمو ته نوي ځواکونه لیږلي، چې د جګړې د پراخیدو او تیزیدو پر وخت به کار ځیني اخیستل کیږي.

Trending

Exit mobile version