تازه خبرونه

په تورخم کې د مالي فساد په تور ۲۰ کسان نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۵, ۱۳۹۹)

د کورنیو چارو وزارت منسوبینو په روانه اوونۍ کې د ننګرهار ولایت د تورخم ګمرګ اړوند یو شمېر مامورین او کمیشنکاران د فساد پر تور نیولي دي.  

د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼي ویلي؛ د روانې اوونۍ له پيل څخه تر اوسه د کورنيو چارو وزارت د کشف او  جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست منسوبینو د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې څو کشفي عملیات ترسره کړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې کشفي عملیاتو کې د تورخم ګمرک د موظفینو او کمېشن کارانو په ګډون ۲۰ کسان د مالي فساد او له سوداګریزو مالونو د باج اخیستنې په تړاو نیول شوي دي.

هغه زیاته کړې،  له نيول شويو کسانو څخه یو اندازه پیسې هم ترلاسه شوې دي.

په ننګرهار کې سوداګرو له دې کاره هرکلى کړی؛ خو وايي، د تورخم په ګمرک کې نور ورته مفسِدين هم شته.

ویل کیږي، چې د لومړنيو څېړنو او اسنادو له مخې؛ نيول شويو کسانو له کلونو راپدیخوا په تورخم کې فساد او غلا کړې ده.               

Trending

Exit mobile version