تازه خبرونه
په تورخم کې راستنېدونکو ته منظم، چټک او معیاري خدمتونه وړاندې کېږي
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ د دې ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریيس بازمحمد عبدالرحمن زیاته کړې، چې په تورخم کې ټولو راستنېدونکو افغان کډوالو ته منظم، چټک او معیاري خدمتونه وړاندې کېږي.
د ننګرهار په تورخم کې د عمري کمپ له لارې راستنېدونکي کډوال پخپل وخت ثبتېږي، خواړه ترلاسه کوي، نغدي مرستې ورکول کېږي او د ملي دفاع وزارت له لوري خپلو اصلي سیمو ته انتقالېږي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ د دې ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریيس بازمحمد عبدالرحمن زیاته کړې، چې په تورخم کې ټولو راستنېدونکو افغان کډوالو ته منظم، چټک او معیاري خدمتونه وړاندې کېږي.
نوموړي ویلي؛ د کډوالو د سم مدیریت، اسانتیاوو او همغږۍ لپاره نه ستړې کېدونکي ګامونه اخيستل کيږي او د ملي او نړیوالو بنسټونو همکاري هم پیاوړې شوې ده.
دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ننګرهار عامې روغتیا رییس امین الله شریف په دې اړه د EPR غونډې پرمهال ډاډ څرګند کړ، چې په تورخم کې به راستنېدونکو هېوادوالو ته روغتیايي خدمات نور هم پراخ شي.
ویل کیږي، چې راستنېدونکي کډوال هم له برابر شویو خدمتونو خوښ دي او د حکومت له اقداماتو مننه کوي.
