تازه خبرونه
په تورخم کې له یوه قاچاق وړونکي څخه ۶۰۰ زره ډالر ونیول شول
(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۱)
د ننګرهار ولايت په تورخم ښارګوټي کې يو کس له شپږ سوه زره امريکايي ډالرو سره ونيول شو، چې غوښتل يې پاکستان ته يې قاچاق کړي.
د تورخم کميسار سيد غازي الله هاشمي ويلي، چې ياد کس خپل جرم منلی او وايي، چې غوښتل یې ډالر د ګټې لپاره پاکستان ته قاچاق کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له نيول شوي کس څخه څېړنې روانې دي او د قانوني اجراتو لپاره به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.