تازه خبرونه
په تورخم کې نیول شوې وسلې د اسلامي امارت ندي – عبدالمتین قانع
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپلو ویډیوي څرګندونو کې په ډاګه کړې، چې د دوی د امنیتي او دفاعي ځواکونو وسلې خوندي دي او په ډیپوګانو کې ساتل کیږي.
د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت ويلي، چې په تورخم کې نیول شوې وسلې له افغانستان سره هیڅ تړاو نلري.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپلو ویډیوي څرګندونو کې په ډاګه کړې، چې د دوی د امنیتي او دفاعي ځواکونو وسلې خوندي دي او په ډیپوګانو کې ساتل کیږي.
هغه وايي؛ شونې ده، چې وسلې په تور بازار کې پېرل شوې وي او له یوه هېواده بل ته قاچاق شي؛ خو د دوی کشفي او امنیتي ادارو ته دنده سپارل شوې، چې د وسلو د پېر، پلور او قاچاق مخه ونیسي.
په تورخم کې د پاکستان ګمرکي چارواکو تېره ورځ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو پاتې یوه اندازه وسلې یې پاکستان ته د قاچاق پر مهال له دوه کسانو سره نیولي دي.
يوې پاکستانۍ ورځپاڼې نیوز انټرنشنل د تورخم ګمرګ د رییس محمد عمرجان د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې دغه وسلې یې د ډبرو سکرو د یوه لېږدوونکي موټر د ور اوښتو پر مهالو د معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته نیولې دي.
د دغو وسلو بیه، چې تومانچې، د شپې لرلیدونه او د وسلو زرګونه مرمۍ دي؛ ۱۲۶ زره امریکايي ډالره اټکل شوې ده.
یوې امریکایي رسنۍ میډیا انلاین په خپل راپور کې څرګنده کړې؛ د پاکستان چارواکي باورمن دي، چې دغه وسلې پاکستانيو جنګیالیو تحریک طالبان پاکستان ته لېدول کېدې.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د شانګهای همکاریو ټولنې د دوه ورځنۍ سرمشریزې کوربه دی.