تازه خبرونه

په تورخم ګمرک کي چاودېدونکي توکي ونیول شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت د مالیې وزارت ویلي، چې د دې وزارت کارکوونکیو په تورخم ګمرګ کې د پلټنې پر مهال نږدې نیم ټن چاودېدونکي توکې ونیول.

 د اسلامي امارت مالیې وزارت څرګنده کړې؛ د پنجشنبې پر ورځ ( د غویی ۲۸ ) د تورخم ګمرک منسوبینو (۳۹) بستې حلوایي بارود، چې ۴۸۷.۶۵ کیلو ګرامه وزن لري؛ په بېلابېلو سوداګریزو تولګو کي ځای پر ځای شوي وه، کشف او ونیول.

ویل کیږي، چي دغه توکي له پاکستان څخه افغانستان ته رالېږدېده؛، خو له نېکمرغه امنیتي او ګمرکي کارکوونکیو ونیول.

په دې تور د دغو ټولګو دریور او د اړوند شرکت استازي نیول شوي او د نورو څېړنو لپاره اړوند ارګانونو ته وروپېژندل شول.

Trending

Exit mobile version