نړۍ
په تور سمندرګي کې د روسي سرتېرو د برید پر مهال د اوکرایني سرتېرو وروستۍ څرګندونې
Last Updated on: کب ۷, ۱۴۰۰
د سي ان ان د راپور له مخې؛ د تور سمندرګي په یوه ټاپو کې له اوکرایني پوځیانو سره د روسیې د سمندري ځواکونو د یوه افسر خبرې خپرې شوې دي.
د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د څرګندونو له مخې، ټول هغه سرتېري، چې له مار ټاپو یې ساتنه کوله وژل شوي دي.
زیلینسکي زیاته کړې، ټول زړور سرتېري ووژل شول؛ خو تسلیم نشول. دوی ته به له مرګ وروسته د اوکراین د اتل لقب ورکړ شي.
د اوکرایني سرتېرو او روسي ځواکونو خبرې د کورنیو چارو وزارت تائید کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پنجشنبه سهار وختي د کب ۵ / د فبرورۍ ۲۴ د اوکراین په دونباس سیمه کې ځانګړي پوځي عملیات پیل کړل او له اوکرایني پوځ څخه یې کورونو ته د ستنېدو غوښتنه وکړه.