نړۍ
په توغندیزو بریدونو کې له ۶۰۰ ډېر اوکرایني پوځیان وژل شوي – روسیه
د روسیې د ځواکونو په راپور کې راغلي؛ د کرماتورسک برید د اوکراین د وژونکي برید غچ دی چې د دې کال په پیل کې د مسکو د ځواکونو تر کنټرول لاندې د دونیتسک سیمې په ماکیوکا کې د روسیې پر بارکونو ترسره شوی و.
د روسیې دفاع وزارت د یکشنبې پر ورځ ویلي وه، چې د اوکراین په ختیځ کې د اوکرایني ځواکونو د استوګنې پر ودانیو د توغندیو په برید کې له ۶۰۰ ډېر اوکرایني پوځیان وژل شوي دي.
رویترز د دفاع وزارت دا ادعا سمدستي نشي تائیدولی.