سوداگري
په تړونونو کې د همغږۍ د نشتوالي له کبله میلیاردونه ډالر له خطر سره مخ دي – راپور
اسوشیټیډ پریس په افغانستان کې د امریکا د پوځي قرارداديانو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتیو له کبله د دوی میلیاردونه ډالر له خطر سره مخ دي.
راپور دا هم په ډاګه کړې، چې دغه خطر د کابل او واشنګټن ترمنځ له کمزورې همغږۍ ډېر شوی دی.
دغو امریکایي چارواکو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د منظمو او ډاډمنو وتلو او له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره په کابل او واشنګټن کې د ګډو بنسټونو د جوړولو وړاندیز کړی دی.
د متحده ایالاتو قراردادي چارواکو رسنیو ته ویلي؛ قرارداديان د امریکا له چارواکو څخه په افغانستان کې د دې هېواد د ماموریت بدلولو د اغېزو او د دوی د امنیتي چاپېریال په اړه نوي معلومات غواړي.
قرارداديانو زیاته کړې، چې د وتلو پر مهال غوره همغږي او ډاډمن پلان زمونږ خلک خوندي کولی شي. دغه راز د دفاعي، پراختیایي او ډیپلوماتیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره اړین دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دمه په افغانستان کې زرګونه بهرني قرارداديان هڅې ترسره کوي او ټاکل شوې، چې د سپټمبر تر ۱۱ له بهرنیو ځواکونو له وتلو سره دا هېواد خوشې کړي.