تازه خبرونه

په تیرو نهو میاشتو کې صادرات درې دیرش په سلو کې زیات شوي دي – نجلا

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د صاداراتو د پراخیتا اداره وايي چې دوی غواړي د افغانستان صادرات پنځوسو فیصدو ته لوړ کړي.

د افغانستان صادراتو د پراختیا ادارې رییسه نجلا حبیب یار وايي چې په تیرو نهو میاشتو کې صادرات درې دیرش په سلو کې زیات شوي دي.

دغې ادارې یو شمیر مالي بنسټونو سره داسې هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې افغان بزګران اوږدمهالو پورونو ته لاسرسی ومومي.

د صادراتو د پراختیا ادارې مسولینو له مالي بنسټونو سره د دغه لاسلیک کړي تفاهم له مخې بزګران کولی شي چې تر اوو میلیونو ډالرو پور تر لاسه کړي او خپل کرنې ته وده ورکړي.

دغه راز د یو بل تفاهم له مخې بزګران کولی شي تر پنځو سوو زرو ډالرو پور تر لاسه کړي.

د صادراتو د پراختیا اداره زیاتوي چې له دې وروسته دوی هڅه کوي د صادراتو د کچې په زیاتولو سره د وارداتو کچه راټیټه کړي.

دا هڅې په داسې حال کې پیل شوې چې افغانستان کې لا تر اوسه د کارموندنې او تولید لپاره د پام وړ کار نه دی شوی او ورځ تر بلې د خلکو اقتصادي حالت له ځوړ سره مخامخ کیږي.

Trending

Exit mobile version