سیمه ییز خبرونه

په تېركال كې درې سوه ميليون دالره ماليه حكومت ته نه ده سپارل شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په تېركال كې د غير قانوني صادراتو له كبله درې سوه ميليون دالره ماليه حكومت ته نه ده وركړشوې.

څه موده مخكې د سوداگرۍ وزارت، د سوداگرۍ خونې او د سوداگرۍ او صنايعو د پراختيا ادارې ويلي ول، چې د روان لمريز كال په لومړيو څلور مياشتو كې د افغانستان صادرات څلويښت سلنه زيات شوي دي.

دې بنسټونو دغه راز ويلي ول، چې د افغانستان د صادراتو كچه  له هغو رسمي شمېرو څو برابره ډېره  ده چې د مسوولو ارگانونو له خوا خپريږي.

د افغانستان د صادراتو د پراختيا ادارې رييسه نجلا حبيبيار وايي:

د هغو معلوماتو له مخې، چې دغه بنسټ د افغان صادراتو د حجم په اړه له بهرنيو هېوادونو ترلاسه كړي افغانستان تېركال د يو ميليارد او پېنځه ميليون دالرو په ارزښت توكي صادر كړي دي.

د سوداگرۍ او صنايعو خونې د عامل پلاوي غړى توفيق داوري وايي:

غير قانوني صادرات د سوداگرۍ د كچې د ټيټوالي او ماليې د تېښتې لامل شوې دي.

له بلې خوا د ماليې وزارت سلاكار نجيب الله منلى  وايي، د قانون له مخې هرڅوك بايد خپله ماليه وركړي، خو تراوسه په افغانستان كې دا دود نه دى بنسټيز شوى او د ماليې تېښته تراوسه هم  دوام لري.

څه موده وړاندې د افغانستان د ماليې وزارت د عوايدو چارواكو ويلي ول، چې كه لازمې هڅې وشي افغانستان د كورنيو عوايدو له لارې د ۲۴۰ ميليارده افغانيو د راټولولو ظرفيت لري، په داسې حال كې چې دا كچه اوس له سل ميليارد افغانيو اوړي.

Trending

Exit mobile version