سیمه ییز خبرونه
په تېره لسيزه كې د پوهنې وزارت مطبعه بې پاملرنې پاتې ده
د پوهنې مطبعې چارواكي وايي:
په تېرو لس كلونو كې پوهنې وزارت كولى شول، چې د خپلو درسي كتابونو د چاپ د څه نا څه سل ميليون دالرو په ځاى په پېنځه ميليون دالرو خپله مطبعه جوړه كړي.
دې مطبعې له تېرو شپېته كلونو څخه نيولې د حكومت د نوې بڼې تر پيل پورې د ښوونځيو ټول درسي كتابونه چاپ كړي دي.
ويل كيږي، چې په تېرو دولسو كلونو كې د پوهنې وزارت د نه پاملرنې له كبله د مطبعې ټول ماشينونه دريدلي دي.
د پوهنې مطبعې رييس محمد صابرصالحي وايي، كه پاملرنه ورته ونه شي دا مطبعه به له منځه لاړه شي.
د پوهنې وزارت د مطبعې مسوولين د وزارت پر لوړ پوړيو چارواكو له نيوكې سره وايي:
پوهنې وزارت حتا په روان كال كې د ۱۸ ډوله قرطاسيې چاپ چارې هم دې مطبعې ته نه دي وركړي.
ښاغلى صالحي وايي:
دوه كاله مخكې مو نوي ماشينونه، چې په ۲۴ ساعتونو كې له ۱۵ زره څخه تر ۶۰ زره كتابونو د چاپ وړتيا لري پېرودلي؛ خو د ځاى د نشتوالي له كبله منتاژ شوي نه دي او په كانتينرونو كې ساتل كيږي.
هغه زياتوي:
د پوهنې وزارت هيڅكله نه دي غوښتي، چې د دې مطبعې وړتيا لوړه شي.
له بلې خوا د نوموړې مطبعې ۱۴۰ كارگران له وزگارتيا اندېښمن دي.
د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان د دغو ستونزو له منلو سره وايي:
افغان دولت په اوسنيو شرايطو كې د دې مطبعې د بيارغولو توان نه لري او مرستندويان هم د هغې جوړولو ته نه حاضريږي.
د پوهنې مطبعه په ۱۳۳۰ل كال كې جوړه شوې او د طالبانو د پړاو ترپايه په كې د افغانستان د ښوونځيو ټول درسي كتابونه چاپيدل.
د يادونې وړ ده، چې د يوې شمېرنې له مخې پوهنې وزارت په تېرو ۱۱ كلونو كې له ۲۲۰ ميليون ټوكو ډېر كتابونه په څه نا څه سل ميليون دالرو چاپ كړي، چې ډېر يې د بهرنيو هېوادونو په مطبعو كې چاپ شوي دي.