تازه خبرونه
په تېره یوه اوونۍ کې له ۴۰۰ ډېر افغان ځواکونه وژل شوي
کورنیو چارو وزارت ویلي، چې له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا په ۲۹ ولایتونو کې د وسلوالو طالبانو پر دوه سوه دوه ویشت پوځي هڅو ۴۲۲ امنیتي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د اختر له درې ورځیني اوربند وروسته د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نا اعلان شوی اوربند وشو؛ خو د افغانستان دولت د تاوتریخوالي پر کموالي راضي ندي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین زیاته کړې؛ په تېره یوه اوونۍ کې طالبانو له ۲۲۲ ډېرې پوځي هڅې تر سره کړي، چې سلګونه امنیتي ځواکونو ته یې مرګ و ژوبله اړولې ده.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل هم د تېر په پرتله د وسلوالو طالبانو په تاوتریخوالي کې ډېروالی تائیدوي او وایي، چې طالبانو د اوربند او تاوتریخوالي کمولو په برخه کې خپله ژمنه ماته کړې ده.
د امنیتي بنسټونو د معلوماتو له مخې؛ د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې له هوکړې وروسته په سل وروستیو ورځو کې طالبانو د اته ځانمرګو بریدونو په ګډون ۳۵۰۰ پوځي هڅې لرلي دي .
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم ویلي: طالبانو د تېر په پرتله په ډېرو ولایتونو کې عامه تاسیسات او ملکي وګړي زیانمن کړي دي.
حکومت په دې وروستیو کې د دیني عالمانو د وژلو مسوول هم طالبان ګڼي؛ خو هغو د جوماتونو اړوند وروستۍ چاودنې غندلي او هغه یې رد کړي دي.
طالبانو ویلي، چې په هغو بریدونو کې هم لاس نلري، چې ملکي خلکو ته په کې مرګ و ژوبله اوړي.