تازه خبرونه

په تېره یوه میاشت له ۲۵۰ زره ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په ایکس پاڼه کې لیکلي:”په دوی کې ښځې او نجونې هم شته، چې د تعلیم، دندو او د تګ راتګ د آزادۍ له محدودیتونو سره – سره له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي. دا راستنېدنه باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د یکشنبې پر ورځ ناوخته راپور ورکړ، چې د روان کال په اپریل کې له ۲۵۰ زره څخه ډېر افغان کډوال له ګاونډ هېوادونو (پاکستان او ایران) څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په ایکس پاڼه کې لیکلي:”په دوی کې ښځې او نجونې هم شته، چې د تعلیم، دندو او د تګ راتګ د آزادۍ له محدودیتونو سره – سره له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي. دا راستنېدنه باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.

نږدې اووه میلیون افغان کډوال له هېواده بهر ژوند کوي، چې یوه لویه سلنه یې په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.

تېر کال د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې سږ کال به تر درې میلیون پورې افغانان وباسي. ایران هم په هېواد کې له میشتو بې اسنادو افغانانو څخه غوښتنه کړې، چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

دغه راز په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ لوړې کچې ته پر کتو؛ راستنېدونکي کډوال بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

هغه کډوال، چې له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي؛ اړ شوي، چې خپل هرڅه د کورونو، سوداګرۍ او شتمنیو په ګډون پریږدي.

د کډوالو د راستنېدو لپاره په سرحدي پولو کې ټرانزیټي کمپونه جوړ شوي او نړیوال بنسټونه له اسلامي امارت سره یوځای هڅه کوي، چې د کډوالو د راستنېدو بهیر د امکان تر حده آسانه کړي.

همدارنګه د بشري مرستو په برخه کې د بودجې کمښت د هغو مرستو پر کچه، چې اړوند بنسټونه یې چمتو کولی شي هم اغېزه کړې ده.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې یو ژور بشري ناورین مخ پر وړاندې روان دی؛ ځکه، چې لسګونه زره افغان کډوال له ګاونډ هېوادونو راستنیږي.

د UNHCR ویاند بابر بلوڅ ویلي؛ دا بنسټ په بېړني ډول له هغو کسانو سره د مرستې لپاره ۷۱ میلیون ډالرو ته اړتیا لري، چې کور ته راستنیږي.

بلوڅ وایي، چې دا کډوال په هېواد کې له سختو شرایطو سره مخ دي.

بلوڅ ویلي، چې په اپریل کې له ۲۵۱ زره څخه ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه په ناوړه شرایطو کې راستانه شوي، چې له ۹۶ زره ډېر یې جبري ایستل شوي دي.

هغه ویلي، چې UNHCR د ایران او پاکستان له حکومتونو هم ملاتړ کوي، چې افغانستان ته راستنېدل باید داوطلبانه، خوندي او باعزته وي.

هغه زیاته کړې: ” افغانان بېرته ستنېدو ته اړ ایستل یا فشار راوړل دایمي ندي او کولی شي سیمه بې ثباته کړي.”

بلوڅ ویلي؛ “که څه هم UNHCR ډېری ننګونې د اقتصادي فشارونو په ګډون درک کوي، چې دا هېوادونه له لسیزو ورسره مخ او د میلیونونو افغانانو کوربتوب کوي. مونږ په دوامداره توګه خپلې اندېښنې شریکې کړې، چې د دوی قانوني حیثیت ته پام وکړي او هغه خلک، چې افغانستان ته بېرته راستنېدو ته اړ ایستل شوي؛ ممکن د خوندیتوب له جدي خطرونو سره مخ شي”.

له ۲۰۲۳ راپدېخوا له ۳.۴ میلیون څخه ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته راستانه شوي یا شړل شوي دي، چې یوازې په ۲۰۲۴ کې له ۱.۵ میلیون څخه ډېر راستنېدو ته اړ شوي دي.

UNHCR ویلي، چې دا ډول ډله‌ییزه راستنېدا د افغانستان د ډېرو ولایتونو پر ظرفیت فشار راوړي او د داخلي بې ځایه کیدو خطر یې ډېر کړی دی.

دې بنسټ دا هم ویلي، چې ایران او پاکستان ته نوي افغان کډوال هم بې ځایه شوي او د اروپا پر لور د تګ خطرونه زیات شوي دي.

په ۲۰۲۴ کې افغانان د آسیا – آرام سمندر له لارې اروپا ته د غیر منظم راتګ ترټولو لویه ډله (۴۱ سلنه) جوړوي.

Trending

Exit mobile version