تازه خبرونه

په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو له کبله ۶۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

Published

on

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت څرګنده کړې؛ له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۳۳ کسان مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې سېلابونو د استوګنې لسګونه کورونه ویجاړ کړي، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې او سلګونه څاروي یې له منځه وړي دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ فراه، هرات، زابل او کندهار هغه ولایتونه دي، چې د دغو سېلابونو له کبله تر ټولو ډېر زیانونه وراوښتي دي.

دغه راز د وروستیو سېلابونو یو شمېر قربانیان له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې ژر تر ژره ورسره مرستو ته راودانګي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ويلي، زیانمنو شویو سیمو ته یې لومړنۍ مرستې رسولي دي.

Trending

Exit mobile version