Connect with us

د هوا حالاتو بدلونونه

په تېره یوه میاشت کې سېلابونو او زلزلو ۲۹ کسان مړه کړي – چارواکي

خپور شوی

د

(Last Updated On: وری ۳۱, ۱۴۰۲)

د دولت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکو ويلي، په تېره یوه میاشت کې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د زلزلې او سېلابونو له کبله ۲۹ کسان مړه شوي دي.

د دولت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي، په دې طبیعي پېښو کې ۱۰۵ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ١٥٥ کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي او ١٢٤٢ يې جزوي وران شوي دي. همدارنګه ۸۴۸ څاروي له منځه تللي او ۷۱۰۶ جریبه کرنیزه ځمکه له اوبو وړې ده.

شفیع الله رحیمي زیاته کړې، چې د دولت وزارت په بېړنۍ توګه له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې له دغو پېښو څخه زیانمنو ته مرستې ګړندۍ رسولي دي.

ویل کیږي، چې دغه وزارت د دولتي اړوند بنسټونو او رياستونو په همکارۍ څه باندې څلوېښت زره کورنيو ته بېړنۍ مرستې وېشلي او دا لړۍ روانه ده.

د هوا حالاتو بدلونونه

پاکستان، هند او بنګله دېش د تېر کال د هوا په درجه بندۍ کې ټیټ هېوادونه دي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۹, ۱۴۰۲)

د سې شنبې پر ورځ خپرې شوې څرګندونې ښیي؛ د روغتیا نړیوالې ټولنې له وړاندویېنې سره سم پاکستان په ۲۰۲۳ ز. کال کې د نړۍ له لوګیو ډکه یوه سیمه پاتې شوی، چې ککړتیایي شاوخوا ۱۵ چنده ډېره ده او بنګله دیش او هند د چاډ او ایران ځای‌ناستي دي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې د هوا ککړتیا سږو ته زیان رسوي؛ دا ککړتیا پر ۲۰۲۳ ز. کال د بنګله‌دیش په هر مکعب متر کې ۷۹ اعشاریه ۹ مایکرو ګرامه او د پاکستان ۷۳ اعشاریه ۷ مایکرو ګرامو ته ورسېده. په داسې حال کې د روغتیا نړیوالې ټولنې د ۵ مایکرو ګرامو څخه ډېر نه وړاندیز کوي.

د سویس په IQAir کې د هوا کیفیت علمي مدیرې کریسټی چیسټر شروډر ویلي؛ د اقلیمي شرایطو او جغرافیه (په سویلي آسیا کې) له کبله د ککړتیا کچه PM2.5 رسېدلې؛ ځکه، چې ککړتیا ټوله فضا نیولې او ترې د وتلو لار نلري.

هغې زیاته کړې: له دغې ککړتیا څخه کرنې، صنعت او نفوسو ته زیان رسیږي. له بده مرغه، په رښتیا هم داسې ښکاري، چې د ښه کېدا پر ځای نوره هم خرابیږي.

په ۲۰۲۲ز. کال کې بنګله دیش د ککړ تیا په درجه بندۍ کې پنځم نیولی و او هند اتم ځای درلود.

په ۲۰۲۳ ز. کال کې آسټرالیا، استونیا، فنلینډ، ګریناډا، آیسلینډ، موریس او نیوزیلینډ د روغتیا نړیوالې ټولنې معیارونه پوره کړي وه.

چاد، په ۲۰۲۲ ز. کال کې د نړۍ ترټولو ککړ هېواد و، چې د معلوماتي ستونزو له کبله د ۲۰۲۳ کال د درجه بندۍ یه نوملړه پاتې شو. ایران او سوډان هم د ۲۰۲۳ کال له نوملړه وایستل شو.

دغه راز افغانستان هم په دغه نوملړ کې له راتلو پاتې شو.

Continue Reading

د هوا حالاتو بدلونونه

په بولیویا کې د سختو بارانونو له کبله بېړنی حالت اعلان شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۱, ۱۴۰۲)

د بولیویا په پلازمېنه لا پاز کې سخت باران چارواکي د بېړني حالت اعلانولو ته اړ کړل.

د یوه حکومتي سند له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ له هغې وروسته، چې سېلابونو ډېر ډېري کورونه ویجاړ کړل؛ بېړنی حالت کړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د بولیویا ولسمشر لوئس آرس ژمنه کړې، چې درانده ماشینونه او درې زره سرتېري به د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره اړوند سیمې ته واستوي.

د سختو بارانونو له کبله د ښار په ګڼو سیمو کې سیلابونه راوتلي دي، چې له کبله یې د څښاک پاکې اوبه، برښنا او سړکونه بند شوي دي.

نوموړي په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ مونږ د هغه سخت وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لرو، چې په لا پاز کې زمونږ ښاروالۍ ورسره مخ ده.

د اوونۍ په پای کې د لا پاز یو کس د سختو بارانونو له کبله مړ شو. په داسې حال کې، چې د رسمي معلوماتو له مخې د جنوري له میاشتې د باران موسم له پیل راپدیخوا په ټول هېواد کې د سیلابونو له کبله نږدې ۵۰ کسان مړه شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالاتو بدلونونه

په اندونیزیا کې سیلابونو او ځمکې ښویېدنې ۱۹ کسان مړه کړي او ۷ نور ورک دي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۰, ۱۴۰۲)

اندونیزیایي چارواکو د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د دې هېواد په لویدیځ سوماترا ولایت کې د څو ورځو سختو بارانونو، سیلابونه او ځمکې ښویېدنې له کبله له ۷۰ ډېر خلک کډه کولو ته اړ شوي؛ لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي او ۷ نور ورک دي.

له تېرې پنجشنبې راپدیخوا د دغه ولایت په مرکز پادانګ او اته نورو سیمو کې شاوخوا ۷۰۰ کورونه، لسګونه پلونه، ښوونځي او ۱۱۳ هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړ شوي دي.

د اندونیزیا چارواکو ویلي: د ژغورنې اداره د ورکو شویو کسانو په لټه کې ده؛ ۱۵۰ ژغورونکي د هڅو لپاره چمتو شوي، چې د ځمکې ښویدنې او سړکونو بندېدو له خنډ سره مخ کړي دي.

د ولایتي ژغورونکې ډلې مشر عبدالمالک په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ نن په لټون کې د پېښو ادارې بېلا بېلو ۱۵۰ کارکوونکي برخه لري.

د اندونیزیا له ناورین سره د مبارزې ادارې BNPB ویاند عبدالمهري ویلي، چې له سیمې ایستل شوي خلک په نږدې جوماتونو کې راټول شوي؛ خو د سرپناه لپاره هیڅ لنډمهاله پنډغالی جوړ شوی نه‌دی. رویټرز راپور ورکړی، چې دوی خواړه، اوبه او درمل ترلاسه کړل. په داسې حال کې، چې د اوبو د کمي له کبله یږشمېر نور خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

عبدالمهري زياته کړې، د پادانګ په ډېرو سيمو کې اوس هم سیلابونه راوتلي، چې د پادانګ پريامان په سيمه کې د ځمکې ښويېدنې له کبله د ۵۰ مټرو پر اوږدوالي سړکونه تړل شوي دي.

په راتلونکو څو ورځو کې د نورو زیاتو بارانونو له اټکل سره – سره اړوند ادارې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې له کبله د ډېرو نورو هغو خبرداری ورکړی دی.

د اندونیزیا باراني موسم په جنورۍ کې د هوا پېژندنې ادارې BMKG له وړاندویېنې سره، چې د لومړۍ ربعه یې په ځانګړي توګه د جاوا او سوماترا په ټاپوګانو کې پیل شوه.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!