د هوا حالاتو بدلونونه

په تېره یوه میاشت کې سېلابونو او زلزلو ۲۹ کسان مړه کړي – چارواکي

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۱, ۱۴۰۲)

د دولت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکو ويلي، په تېره یوه میاشت کې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د زلزلې او سېلابونو له کبله ۲۹ کسان مړه شوي دي.

د دولت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي، په دې طبیعي پېښو کې ۱۰۵ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ١٥٥ کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي او ١٢٤٢ يې جزوي وران شوي دي. همدارنګه ۸۴۸ څاروي له منځه تللي او ۷۱۰۶ جریبه کرنیزه ځمکه له اوبو وړې ده.

شفیع الله رحیمي زیاته کړې، چې د دولت وزارت په بېړنۍ توګه له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې له دغو پېښو څخه زیانمنو ته مرستې ګړندۍ رسولي دي.

ویل کیږي، چې دغه وزارت د دولتي اړوند بنسټونو او رياستونو په همکارۍ څه باندې څلوېښت زره کورنيو ته بېړنۍ مرستې وېشلي او دا لړۍ روانه ده.

Trending

Exit mobile version