تازه خبرونه

په تېره یوه میاشت کې له ۱۰۰۰۰ ډېر جنګیالي له پاکستان څخه راوښتي دي – اشرف غني

Published

on

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د جمعې پر ورځ د چنګاښ ۲۵ په ازبکستان کې د مرکزي او سویلي آسیا؛ سیمه ییزې نښلېدا، ستونزې او شونتیاوو نړیوال کنفرانس په بهیر کې پاکستان ته ویلي، چې په تېره میاشت کې له ۱۰۰۰۰ ډېر جنګیالي له پاکستان او نورو ځایونو څخه افغانستان ته رادننه شوي دي.

هغه دا هم ویلي، چې د نړیوالو څارونکیو د څرګندونو له مخې؛ طالبانو له تروریستي ډلو سره د اړیکو د پرې کولو پر لوري کوم ګام ندی پورته کړی.

ولسمشر غني وایي: د پاکستان د لومړي وزیر او د هغه د جنرالانو د تکراري تضمینونو برخلاف، چې د زور له لارې د طالبانو لخوا د افغانستان نیول د پاکستان په ګټه ندي، د خپل نفوذ  وکاروي، چې طالبان د سولې جدي خبرې وکړي. په پاکستان کې شبکې او ټولنې په ښکاره د افغانستان د خلکو او دولت د شتمنیو او ظرفیتونو ویجاړېدل نمانځي.

نوموړي ویلي؛ مونږ دغه راز له پاکستان غواړو، چې په افغانستان کې د سولې راوستو او دښمني درولو لپاره له خپل نفوذ کار واخلي، استخباراتي اټلکونه وایي، چې له لس زره ډېر پاکستاني جهادي جنګیالي له پاکستان او نورو ځایونو د نړیوالو ترهګرو له شبکې سره یو ځای شوي دي.

ولسمشر غني د سیمې له هېوادونو هم غواړي، چې له افغانستان سره مرسته وکړي، چې سولې ته ورسيږي او په دې برخه کې دې سیمه ییزه اجماع جوړه شي او له طالبانو سره هم باید د ملاتړ لپاره مبارزه وشي، چې له افغان دولت سره یو ځای شي.

د پاکستان لومړی وزیر په دې ناسته کې د ولسمشر غني خبرو ته په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان له پوځي اقدام پرته نور ټول ګامونه پورته کړي، چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي. پاکستان د افغان سولې په بهیر کې لازمې آسانتیاوې را منځته کړي؛ ځکه، نو مونږ د افغانستان د روانو حالاتو مسوول نه یو.

هغه ویلي: ولسمشر غني! پاکستان د افغانستان له ناکراریو ډېر اغېزمن شوی؛ پاکستان په تېرو ۱۵ کلونو کې ۷۰۰۰۰ تلفات ګاللي. آیا پاکستان نوره جګړه هم غواړي؟!

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف کنفرانس ته څرګنده کړې، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په چټکۍ وتلو دغه سیمه بې ثباته کړې او د ترهګرۍ ګواښ یې ‌ېر کړی دی.

هغه زیاته کړې: په افغانستان کې کړکیچ د تروریزم ګواښ او د مخدره توکو د ناقانوني قاچاق ستونزې رامنځته کړي دي.

لاوروف ویلي؛ د مرکزي آسیا هېوادونه چمتونه دي، چې امریکایي ځواکونو ته اډې ورکړي.

دغه راز پاکستان پوځ په سپین بولدک کې افغان هوایي ځواکونو ته خبرداری ورکړ، چې د سپین بولدک د نیولو لپاره به پوځي هڅو ته اجازه ورنکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اسشیټیډ پریس ته ډاډ څرګند کړی؛ هغه به د راتلونکې اوونۍ د لوی اختر په ورځو کې د لنډمهاله اوربند لپاره فشار راوړي او له سیاسي جوړجاړي وروسته به تلپاتې اوربند ته زمینه برابره شي.

Trending

Exit mobile version