سوداگري

په تېره یوه میاشت کې مو د صادراتو ارزښت له ۱۶۶ میلیون ډالرو ډېر دی – د احصائې ملي اداره

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۶, ۱۴۰۲)

د احصائې او معلوماتو ملي ادارې په روان کال کې د هېواد د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او شنلي دي، چې په لیندۍ کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۶۶ اعشاریه ۵ میلیون ډالره او د وارداتو هغه ۷۹۱ میلیون ډالره ښودل شوی دی.

تېر کال مو د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۵۴ میلیون ډالرو ته رسېدلی و، چې د تېر کال پر پرتله ۱۲ اعشاریه ۵ میلیون ډالره زیاتوالی ښيي.

دغه راز د هېواد د وارداتو ټول ارزښت په ۱۴۰۱ ز.کال کې ۷۳۵ اعشاریه ۸ میلیون ډالرو ته رسېدلی و، چې په روان کال کې ۵۵ اعشاریه ۲ میلیون ډالره زیات شوی دی.

د اړوند معلوماتو له مخې؛ په روان کال کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته او په تېر کال کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او چین ته ترسره شوي وه.

د یادونې ده، چې په روان لمریز لېږدیز کال کې تر ټولو ډېر واردات له ایران، پاکستان او چین څخه شوي. په داسې حال کې، چې په ۱۴۰۱ ل.ل کال کې تر ټولو ډېر واردات له ایران، چین او پاکستان څخه شوي دي.

Trending

Exit mobile version