تازه خبرونه

په تېره یوه میاشت کې نږدې درې زره بهرنیو سیلانیانو افغانستان ته سفر کړی

Published

on

د احصائې او معلوماتو ملي ادارې څرګنده کړې، چې په تېره یوه میاشت کې د هېواد د بندرونو او هوايي ډګرونو له لارې دوه زره  ۹۷۰ بهرني وګړي ثبت او راجستر شوي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ ثبت شوې شمېر ښيي، چې د روان کال په مرغومي مياشت کې د ١٩ ښځینه‌وو په ګډون یو زر و ٥٥١ بهرنیان هېواد ته راغلي او یو زر و  ٤١٩ بهرنيان، چې ١٩ يې ښځې دي؛ له هېواده وتلي دي.

د احصائې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د دې ادارې د ثبت شویو شمېر له مخې له ټولو ډېر بهرنیان د نیمروز او تورخم د بندرونو او هرات هوايي ډګر له لارې هېواد ته رادننه شوي او وتلي دي.

د احصائې او معلوماتو ملي اداره د وګړیو د احوالو ثبتولو ترڅنګ د هېواد د رسمي بندرونو او هوايي ډګرونو له لارې د بهرنیو وګړیو د داخلېدو او وتلو د ثبت مسوولیت هم پر غاړه لري.

Trending

Exit mobile version