تازه خبرونه

په تېره یوه میاشت کې پر اوسپنې پټلۍ نږدې ۳۴۸ زره مټریک ټنه توکي انتقالات شوی

د ټولګټو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د حیرتان بندر له لارې ۲۴۵ زره ۴۸۰ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۴۹ زره ۱۲۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۲ زره ۱۸۱ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۷۸۰ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

Published

on

د افغانستان ټولګټو چارو وزارت ویلي؛ د ۱۴۰۳ لمریز لږدیز کال د تلې له پيل څخه تر پايه د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۴۷ زره ۵۶۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ټولګټو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د حیرتان بندر له لارې ۲۴۵ زره ۴۸۰ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۴۹ زره ۱۲۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۲ زره ۱۸۱ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۷۸۰ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویلي؛ په میزان مياشت کې ۷ زره ۱۲۳ ټنه صادرات او ټرانزيټ شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه او معدني ډبرې دي. هر څومره، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي؛ په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابر او نه یوازې ورسره ملي عواید زياتيږي، بلکې په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هم اواریږي.

دې وزارت له سوداګرو غوښتي؛ که غواړئ خپل سوداګريز توکي خوندي، ارزانه او چټک ولېږدوئ؛ نو د اوسپنې‌پټلۍ له لارې انتقال پیل کړئ او په مرکز کابل او ولايتونو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستیالۍ له اړوند مسوولينو سره اړيکه ونیسئ.

ویل کیږي، چې سوداګرو ته د مالونو د انتقال لپاره مناسب شرایط پوره اسانتياوې رامنځته شوې دي.

 

Trending

Exit mobile version