تازه خبرونه

په تېره یوه ورځ کې له کرونا ۴۲ افغانان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۹, ۱۳۹۹)

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس ۶۵۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ په کابل کې ۴۱۵، په بامیان کې ۶۲، په تخار کې ۴۰، په کندهار کې ۲۷، په کندوز کې ۲۲، په لوګر کې ۲۱، په بغلان کې ۱۷، په پنجشېر کې ۱۴، په دایکندي کې ۱۰، په پروان کې ۷، په زابل کې ۶، په بلخ کې ۶، په غور کې ۵، په فاریاب کې۴ او په غزني کې ۲ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي، چې له دې سره یې ټول شمېر۲۷۵۳۲ رسیدلی دی.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ګړیو کې ۴۲ کسان مړه شوي، چې ۱۹ د هرات، ۱۷ د کابل، ۳ د فاریاب، دوه د سمنګان او یو د بلخ ناروغان دي او په همدومره وخت کې د هېواد له روغتونونو ۱۵۰۲ کسان کورونو ته رخصت شوي دي.

د یادونې ده، چې تر دې دمه په هېواد کې پر کرونا ویروس اخته ۵۴۶ ناروغان مړه شوي او ۷۶۶۰ نور رغیدلي دي.

Trending

Exit mobile version