تازه خبرونه

په تېرو۲۰ کلونو کې د برښنا تنظیمولو لپاره بشپړ کار ندی شوي – برښنا شرکت

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۱۰, ۱۳۹۹

د افغانستان برښنا شرکت مسوولینو ویلي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د برښنا تنظیمولو لپاره بشپړ کار ندی شوي او دا هېواد د درې سوه میګاوټه برښنا له لږوالي سره مخ شوی او اوس ستونزه پر پرچاویو حلوو.

د افغانستان برښنا شرکت مسوولینو زیاته کړې؛ له ازبکستان څخه د پېنځه سوه کیلو ولت برښنا لین پروژې  نه بشپړیدو له کبله د هېواد کې د برښنا ستونزې ډېرې شوې دي.

د افغانستان د برښنا شرکت له خلکو غوښتي، چې د پرچاویو په اړه ورسره همکاري وکړي.

دوۍ دغه راز څرګندوي، چې د صنعتي  پارکونو د برښنا ستونزه یې هم  حل کړې ده.

د افغانستان برښنا شرکت عملیاتي مرستیال سلیم سلیمي وایي: مونږ د افغانستان د صنعت کارانو د ستونزې د حل لپاره اقدام کړی؛ مونږ ژمن یو، چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره برښنا برابره کړو اوس هم  دولس ساعته برښنا لري.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو ویلي، چې اوس هم  د کورنیو تولیداتو د برښنا ستونزه نده حل شوې؛ ځکه، چې د ورځي پېنځه ساعته برښنا لري هغه هم  له پر چاوي سره ملګرې ده.

د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پيمان ویلي: مونږ همدا اوس په فابریکه کې برښنا نلرو او په دې اړه برښنا شرکت همکاری نکوي. په داسې حال کې، چې صنعت برښنا ته اړتیا لري؛ خو برښنا نشته.

د اوسپنې ویلې کولو ټولنې اجرائیه مشر عبد النصیر رشتیا وایي: مونږ؛ خو تر اوسه د اړتیا وړ برښنا نده لیدلي. حیران یم، چې دوۍ دا برښنا چاته ورکوي. د برښنا د نشتون له کبله کارخونې هم تړل شوې دي.

د افغانستان برښنا شرکت مسوولینو ویلي، چې د تېر کال په پرتله په کابل کې ۴۵۰ میګا وات برښنا ته اړتیا ده، چې۴۸۰ میګاوته ته لوړه شوې.

د برښنا شرکت د څرګندونو له مخې؛ دمګړۍ د هېواد پېنځه ویشت ولایتونه برښنا نښلولي او راتلونکی کال به درې نور ولایتونه هم  له برښنا شبکې سره ونښلول شي.

Trending

Exit mobile version