تازه خبرونه

په تېرو۲۴ ګړیو کې پر کرونا ویروس اخته ۹ ناروغان مړه شوي

Published

on

د عامې روغتیا وزارت نن (پنجشنبه د لیندۍ ۶) څرګنده کړې، چې په ټول هېواد کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا پر کرونا اخته ۹ ناروغان مړه شوي دي.

د وزارت د وروستیو څرګندونو له مخې؛ له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا په هېواد کې د کرونا ویروس ۲۲۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه راز روغتیا وزارت زیاته کړې، چې ۸۷ ناروغان له درملنې وروسته رغېدلي او کورونو ته رخصت شوي دي.

یاد وزارت په ډاګه کړې؛ د دغو نویو مثبتو پېښو له ثبت سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۵ ۷۱۶ ته پورته شوی، چې  ۱۷۳۷ ناروغان ترې مړه شوي او ۳۶۲۳۲ نور رغېدلي دي.

تازه مثبتې پیښې په کابل، کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار، پکتیا، پروان، نیمروز، لوګر، میدان وردګ، لغمان، زابل او نورستان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

تېره اوونۍ، د روغتیا وزارت مشر خبرداری ورکړ، چې افغانستان د کرونا ویروس له دوه یمې څپې سره مخ دی.

هغه زیاته کړې، چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو په شمېرکې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

د عامې روغتیا وزیر عثماني هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې د عامې روغتیا وزارت د دوه یمې څپې د کنترولولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي دي.

Trending

Exit mobile version