تازه خبرونه

په تېرو دري ورځو کې څه باندې ۳۰۰۰ افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي

Published

on

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ (د سلواغې ۳ ) څرګنده کړې، چې په تېرو درې ورځو کې ۳۵۶۹ افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت دا هم ویلي، چې د تر لاسه شویو معلوماتو پر بنسټ د روان کال د سلواغې پر لومړۍ او دوه‌یمه نېټه ۲۹۳۲ افغان مهاجرین د هرات ولایت د اسلام‌کلا له لارې او ۶۳۷ نور د نیمروز ولایت د ورېښمو‌پله له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په داوطلبانه او جبري راستنېدونکیو کې ۷۰ کورنۍ داسې هم دي، چې شمېر يې ۲۵۲ کسانو ته رسېږي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې د مرستې د ترلاسه کولو لپاره ۳۵ کورنۍ او ۱۱۵ جره کسان د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) دفتر ته ور وپېژندل شول.

Trending

Exit mobile version