تازه خبرونه
په تېرو درې کلونو کې ۶.۶ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي – ملګري ملتونه
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویاند ضیا حیات ویلي، چې د بېرته راستنېدونکو افغانانو شمېر د هېواد د نفوس د شاوخوا ۱۵ څخه تر ۲۰ سلنې له زیاتوالي سره برابر دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) ویلي، چې په تېرو درې کلونو کې شاوخوا ۶.۶ میلیون افغانان له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي، چې دې بهیر د افغانستان پر محدودو بېخبناوو او سرچینو د پام وړ فشار راوستی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویاند ضیا حیات ویلي، چې د بېرته راستنېدونکو افغانانو شمېر د هېواد د نفوس د شاوخوا ۱۵ څخه تر ۲۰ سلنې له زیاتوالي سره برابر دی.
هغه په یوه مرکه کې دغه شمېر« ډېر د پام وړ او ټکان ورکوونکی» بللی او څرګندوي، چې د بېرته راستنېدونکو افغانانو شمېر د ډنمارک یا سنګاپور د ټولو وګړو له شمېر سره برابر دی.
ضیا حیات زیاته کړې، دا کچه بېرته راستنېدنه په داسې یوه هېواد کې ترسره کیږي، چې ښايي د دومره لوی شمېر وګړو د سمبالولو لپاره لازمې بېبناوې او آسانتیاوې ونهلري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: د روان میلادي کال له پیله تر اوسه شاوخوا ۱.۴ میلیون افغانان، چې ډېری یې له ایران او پاکستان څخه دي؛ هېواد ته راستانه شوي دي. د بېرته راستنېدونکو ورځنی شمېر توپیر کوي او له څو سوه څخه تر څو زره کسانو پورې رسیږي.
د دې ادارې ویاند ویلي، چې د ملګرو ملتونو ادارې د بېرته راستنېدونکو لپاره په سرحدي دروازو او ښارونو ته له رارسېدو وروسته د اړینو مرستو د برابرولو په برخه کې همغږي کوي.
د دغو مرستو په لړ کې د بېرته راستنېدونکو د بیا یوځای کېدا او په افغانستان کې د هغوی د ژوند د بیا رغونې لپاره د زمینې برابرولو پروګرامونه شامل دي.
د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو د بېرته راستنېدا د بهیر دوام د لومړنیو خدمتونو، سرپناه، کاري فرصتونو او نورو سرچینو لپاره تقاضا زیاتوي او له ګاونډ هېوادونو څخه د میلیونونو بېرته راستنو شویو افغانانو د سمبالولو په برخه کې د افغانستان ننګونې زیاتوي.