سیمه ییز خبرونه
په تېرو دولس كلونو كې سوله ټينگه نه شوه
په فارياب ولايت كې د يكشنبې په ورځ(د وږي۳۱) د استاد برهان الدين رباني د تلين په مناسبت يو شمېر مخورو د حكومت او متحدينو سياستونه وغندل.
د فارياب د سپين ږيرو شورا رييس عبدالقدوس قليچ وويل:
په تېرو دولس كلونو كې د سولې په ټينگښت او د جگړې په پاى ته رسولو كې د حكومت او نړيوالې ټولنې هڅې كارنده نه وې.
د فارياب ولايتي شورا غړى غلام سخي نويد وايي:
اداري فساد يوه ستره ستونزه ده، چې د ناامنيو د پراختيا زمينه يي برابره كړې ده.
بل خوا د فارياب د ديني عالمانو د شورا غړي مولوي مجاهد د خپلو خبرو پرمهال په هغو غونډو كې، چې نرينه په كې وي، د ښځو پر حضور او شتون نيوكه كوي او دا يو غير اسلامي عمل بولي.
د فارياب ولايت د ښځو د شورا يوې غړې ميرمن صالحې اولكر په دې خبرو توند غبرګون وښود او مرد سالاري يي د جگړې او بدبختي سبب وباله.
د يادونې وړ ده، چې د غونډې ويناوالو د سيمې استخباراتي كړۍ د افغانستان د ناخوالو عامل په گوته كړ.
د دوى په وينا، د سيمې استخبارات نه غواړي افغانان په خپلو كې د ورورگلوۍ ژوند ولري او افغانستان كې سوله او امنيت وي.