تازه خبرونه

په تېرو دوه ورځو کې د رښتر پر کچه له ۵ درجو پورته زلزلو افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۵, ۱۴۰۲)

د امریکا د ځمکپوهنې ټولنې (USGS) د څرګندونو له مخې؛ د رښتر پر کچه ۵.۸ او ۵.۳ درجې دوه زلزلو د شنبې پر ورځ ناوخته ( د زمري ۱۴) او د یکشنبې پر سهار ( د زمري ۱۵) افغانستان ولړزاوه.

لومړۍ زلزله، چې د شنبې پر ورځ د شپې پر ۰۸:۳۱ دقیقو رامنځته شوه؛ مرکز یې د افغانستان د شمال ختیځ ولایت د بدخشان د جرم ولسوالۍ په ۴۷ کیلومترۍ کې د ۲۰۷.۱ کیلومترو پر ژوروالي رامنځته شوې ده.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛  څو ګړۍ وروسته له دې د رښتر پر کچه 5.3 درجې یوې بلې زلزلې د سهار پر ۰۵:۰۲ بجو په همغه سیمه کې د ۲۰۳.۲ کیلومترو پر ژوروالي د افغانستان ځمکه ولړزوله.

تر اوسه د دږواړو زلزلو د ځاني او مالي زیانونو په اړه څه ویل شوي نه‌دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې پر سهار د چین په ختیځ کې د رښتر پر کچه ۵.۴ درجې زلزلې لږ تر لږه ۲۱ کسان ټپیان کړل او لسګونه ودانۍ یې ونړولې.

Trending

Exit mobile version