تازه خبرونه

په تېرو دوه ورځو کې پاکستان له ۸۰۰۰ څخه ډېر افغان کډوال جبري ایستلي – یوناما

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ په دې کډوالو کې هغه کسان هم شته، چې د ICC  کارتونه هم لري.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما ويلي، چې په تېرو دوه ورځو کې له پاکستان څخه له ۸۰۰۰ څخه ډېر افغان کډوال جبري ایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ په دې کډوالو کې هغه کسان هم شته، چې د ICC  کارتونه هم لري.

د یوناما په څرګندونو کې راغلي، چې د مهاجرت نړیوال بنسټ له ۲ زره ۶۰۰ څخه زیاتو خلکو ته مرستې چمتو کړې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) مولوي عبدالکبیر د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فډراسیونونو له چارواکو سره په بېلابېلو ناستو کې ویلي، چې د افغانستان د کډوالۍ ستونزې دایمي حل، وخت او نړیوالې مرستې ته اړتیا لري.

دغه راز ننګرهار ته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال پر مشرۍ یوه پلاوي سفر کړی، چې وضعیت له نږدې وڅېړي او راستنېدونکو ته د رسیدنې پروسه ګړندۍ کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې په کابل کې د راستنېدونکو عالي کمیسیون له کډوالو سره د مرستو او غوره چلند لپاره بېلابېلو کمیټو ته دنده سپارلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې ډېری افغانان په سختو شرایطو کې دي او د جبري ایستلو د غیر اخلاقي او غیر انساني چلند له ګواښ سره مخ دي. دې وضعیت د افغان کډوالو لپاره بشري ناورین نور هم چټک او د دوی د حقونو د حل لپاره نړیوالې غوښتنې راپورته کړي؛ خو داسې ښکاري، چې پاکستان خپله پرېکړه پلي کوي.

Trending

Exit mobile version