سیمه ییز خبرونه
په تېرو دېرشو كلونو كې په لومړي ځل ۱۳۹۱لمریز كال افغانستان د غنمو ډېر توليدات درلودل
د كرني او مالدارۍ وزارت وايي، چي په تېرو لس كلو نو كې نږدي شپږ سوه زره هكتاره ځمكه د كرنې لپاره چمتو شوې، چي تر راتلونكو لسو كلونو پورې به دغه شمېره دوه ميليونه هكتاره ځمكې ته ورسېږي.
د كرني او مالدارۍ وزارت وزير اصف رحيمي وايي:
په تېرو لسو كلونو كې د افغان دولت له مهمو پروګرامونو څخه كرنې ته پاملرنه وه تر څو دغه برخه په خپلو پښو ودرېږي.
اصف رحیمی زیاته کړه، چې په تېرو دېرشو كلونو كې په لومړي ځل په ۱۳۹۱ كال كې افغانستان د غنمو ډېر توليدات درلودل، چې دغه برخه يې په خپلو پښو اودرېدو ته نږدې كړې ده.
ښاغلى رحيمي همدارنګه ووېل، چې مالدارۍ ته زياته پاملرنه هم د دوى د پراختيايي پروګرامونو يوه برخه ده، چې دغه كار په تېرو لسو كلونو كې د اهلي څارويو شمېر زيات كړى دى.
د نوموړي په وېنا د وچكالۍ له امله د پېښودونكو ستونزو د مخنيوي لپاره هم يو لړ پروګرامو نه ترلاس لاندي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د كرنې او مالدارۍ وزارت وايي، يو عشاريه دوه ميلیون جريبه دولتي ځمكه د زور واكانو له لوري غصب شوې ده او دغه كسان د دغه وزارت په وړاندې يو له اساسي ننګونو څخه شمېرل كېږي.
< ![endif]–>