تازه خبرونه

په تېرو شپږ میاشتو کې نږدې ۳۰۰۰ ولسي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې – د بشري حقونو راپور

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۴, ۱۳۹۹)

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خپل شپږ میاشتني راپور کې څرګنده کړې، چې د روان میلادي کال په ۶ میاشتو کې له ۸۸۰ جګړه ییزو پېښو څخه ۱۲۱۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۷۴۴ ټپیان دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په افغانستان کې د ملکي مرګ و ژوبلې په اړه  د دوه زره شلم میلادي کال د لومړیو شپږ میاشتو راپور وړاندې او خپور کړ، چې په کې راغلي؛ په دغه موده کې په اته سوه اتیا پېښو کې یو زر و دوه سوه دیارلس ولسي وګړي وژل شوي او یو زر و اووه سوه څلور څلوېښت ټپیان شوي دي.

د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛  یو دېرش په سلو کې تلفات په هدفي بریدونو کې رامنځته شوي، ۳۶ دېرش په سلو کې په ماینونو او موټر بم بریدونو کې وژل شوي، ۱۱،۷ سلنه په ځانمرګو بریدونو او ۱۱،۵ سلنه په نورو نښتو، هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې وژل شوي دي. په ټولیزه توګه ۵۳۳ ولسي وګړي په هدفي بریدونو کې وژل شوي او ۴۱۲  ټپیان دي. ۲۵۹ کسان د ماین په چاودنو او موټر بم بریدونو کې وژل شوي او ۵۰۷ نور ټپیان شوي دي. د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ولسي وګړیو ځاني زیان ۱۹ په سلو کې ډېر شوي او د ښځو تلفات بیا د همدې مودې په پرتله پنځوس په سلو کې کم شوي دي.

د بشري حقونو د راپور له مخې؛ د تېر کال د همدې مودې په پرتله په روان کال کې ولسي تلفات نولس په سلو کې لوړ شوي دي. اته څلوېښت په سلو کې وسلوال طالبان، پېنځلس په سلو کې افغان ځواکونه او او شپږ ویشت په سلو کې نامعلوم وسلوال او د پاتې نورې مرګ و ژوبلې مسوول داعشیان او بهرني سرتېري نومول شوي دي.

 د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مرستیال نعیم نظري ویلي؛ پر ۲۰۲۰ کال په توغندیزو بریدونو کې ۳۷۸ عام وګړي ځاني زیانمن شوی، چې ۱۱۷ یې وژل شوي ۲۶۱ یې ټپیان دي.

دوی دا هم په ډاګه کړې، چې د ټولې مرګ و ژوبلې ۴۸،۵ په سلو کې وسلوال طالبان او ۲۶،۷ په سلو کې نا معلوم وسلوال بلل شوي. د ۱۵،۵ په سلو کې د مرګ و ژوبلې عاملان دولتي ځواکونه ۶،۳ په سلو کې داعشیان او ۲،۳ په سلو کې نړیوال سرتېري په دې مرګ و ژوبله کې ګرم پېژندل شوي. پاتې نور پر کونړ، کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان پر توعندیزو بریدونو یا وژل شوي او یاهم ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال  عبدالبصیر قانع هم مني، چې په ځينو مواردو کې د دوی لخوا ملکیانو ته مرګ و ژوبله اوښتې؛ خو ټينګار کوي، چې په جګړه کې تر خپل توان پورې د ملکیانو ژوند ته پام کوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د جګړې پر ښکېلو غاړیو غږ کوي، چې د بشري حقونو نړیوال میثاقونه په پام کې ونیسي او د جګړې پر وخت د ملکیانو ژوند ته درناوی وکړي.

Trending

Exit mobile version