سیمه ییز خبرونه
په تېرو لس كلونو كې د افغانستان اقتصاد ۱۱ په سلو كې وده كړې
په كابل كې د امريكا سفارت د اقتصادي مرستو د همغږۍ سفيره وايي:
په تېرو لس كلونو كې د افغانستان اقتصاد ۱۱ په سلو كې وده كړې، چې په كې د ښځو رول هم د پام وړ دى.
له دې سره په يوه وخت د ښځو د اقتصادي پراختيا انستيتوت، چې مركز يې په امريكا كې دى، ۱۵ افغان ميرمنې د تجارتي تجربو د زده كړې لپاره امريكا ته استوي.
د افغانستان له پانگونې څخه د ملاتړ ادارې رييس وفي الله افتخاري وايي:
دا اداره د سوداگرو ښځو د ملاتړ لپاره هوډ منه ده. د دې ادارې د مسوولينو په وينا، هڅه كيږي، چې سوداگرو ښځو ته زيات سهولتونه را منځته شي.
په كابل كې د امريكا سفارت د اقتصادي مرستو د همغږي سفيره آرليانو وايي:
مونږ د افغانستان اقتصادي وده په جدي ډول څارو، په وروستۍ يوه لسيزه كې په منځني ډول يوولس په سلو كې وه. حال دا، چې په همدې موده كې د امريكا اقتصادي وده د دوه او درې فيصده تر منځ وه او په دې وده كې د ښځو رول فوق العاده و او مونږ ترې ډېر ملاتړ كوو.
دا په داسې حال كې ده، چې دېرش افغان سوداگرې ميرمنې تر دوه مياشتو زده كړو وروسته د اقتصادي پراختيا له انستيتوت فارغې شوې.
د دې بنسټ مسوولين وايي، د آيسا ادارې په همكاري به ۱۵ افغان ميرمنې د سوداگريزو تجربو د زده كړې لپاره امريكا ته وليږل شي.