تازه خبرونه

په تېرو لس میاشتو کې له ۲۵۰ زره ډېر افغانان پاکستان ته کډوال شوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱, ۱۴۰۱)

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ويلي؛ د تېر کال له اګست میاشتې راپدیخوا له ۲۵۰ زره ډېر افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي.

په تېرو لس مياشتو کې په سلګونه افغانان، چې د امريکا لخوا البانيا، عربي متحده اماراتو او بوسنيا ته ايستل شوي وه؛ تېره اوونۍ یې د خپل برخليک او د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دغه راز ایران، پاکستان، اروپا یا امریکا ته تللي افغانان هم له سترو ستونزو سره مخ شوي دي.

ایران او ترکیې په وروستیو اوونیو کې زرګونه افغان را شړلي دي.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت هم پرون اعلان وکړ، چې اووه سوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

پاکستانيو چارواکي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې دننه د افغانانو ملاتړ وکړي، چې هره ورځ پاکستان ته د سلګونه افغان کډوالو د ورتګ مخه ونیول شي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د پاکستانيو پولیسو لخوا له افغان کډوالو سره د ظالمانه چلند او ځورونې انځورونه خپاره شوي دي.

د پاکستان د خلکو ګوند لوړ پوړی غړي قادر خان مندوخېل ویلي: پاکستان پخپله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، نو په دې حالت کې مو له نړیوالو مرستندویانو څخه په خپل هېواد کې دننه د افغانانو د ملاتړ غوښتنه کړې، چې ستونزې یې په هېواد کې دننه اوارې شي. په پاکستان کې دې د افغانانو د خوندیتوب لپاره هڅې وشي ټول کډوال باید راجستر شي، چې ترهګریز تخریبي فعالیتونه ترسره نشي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ويلي، په پاکستان کې ۱.۴ میلیون افغان کډوال راجستر شوي او چمتو دي؛ خو لسګونه زره اوس هم بې برخلیکه دي.

په پاکستان کې د  یادې کمیشنرذۍ ویاند قیصر خان اپریدي ویلي؛ مونږ له حکومت سره کار کوو، چې نوي راغلي کډوال راجستر کړو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري به هر ډول مرستې ته اړتیا ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې اعلان کړی؛ هغه افغانان، چې د بشري دلایلو له مخې دې هېواد ته د ورتلو غوښتنه کوي؛ نوي سلنه یې ردیږي.

د سي بي اس ټلویزیون خبریال کامیلو مانتوا ګالویس وایي: امریکا هغه وخت مرسته کولی شي، چې پناه غوښتونکي ته ورپېښ خطر ورته پوره ثابت شي. له بده مرغه، په تېرو نهه میاشتو کې پاکستان د هغو کسانو غوښتنلیکونه رد کړي، چې د منلو وړ نه ول.

امریکا د تېر کال د اګست په میاشت کې شاوخوا ۱۳۰ زره افغانان درېیم هېواد ته یوړل، چې یوازې ۷۰ زره افغانان امریکا ته رسیدلي دي.

Trending

Exit mobile version