سوداگري

په تېرو نهه میاشتو کې افغانستان هند ته د ۱۵۹ میلیونه دالرو پر ارزښت صاد رات لرل

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۱, ۱۴۰۱)

د صنعت اوسوداګرۍ  وزارت مسوولینو ويلي؛ د روان کال په تېرو نهه میاشتو کې هندوستان ته د ۱۵۹ میلیونه دالرو پر ارزښت صادرات شوي، چې زیره، اینجه، زعفران، پیسته او طبي نباتات ستره برخه ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي؛ په  تېرو ۹ میاشتو کې له هندوستان څخه د ۲۹۱ میلیون دالرو پر ارزښت واردات شوي، چې ېره برخه یې درمل، بوره او ځیني  نور سوداګریز توکې دي.

 د صنعت او سوداګرۍ  وزارت ویاند ويلي؛ هڅه کوي، چې له هندوستان سره خپلو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته نوره هم  پراختیا ورکړي.

د صنعت او سو داګرۍ وزارت زیاتوي؛ په روان کال کې د نږ دې ۴۵۰ میلیو ن دالرو پر ارزښت  د دواړه هېوادو نو ترمنځ سوداګرۍ شوې.

د خصوصي  سکتورغړي وايي؛ که د هندوستان له‌خوا افغان  سوداګروته اسا نتیاوي  برابرې شي، د دواړه هیوادونو ترمنځ  به د سوداګرۍ  کچه تر یو میلیارد ډالرو پورې ورسيږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام آخوندزاده وایي؛ زمونږ ډېري کرنیز محصولات  لکه وچه او تازه میوه، اینجه او نور طبي نباتات دي، چې هندوستان ته یې صادروو او هڅه کوو، چې له هندوستان سره په راتلونکې کې خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکي پراخي کړو.

د سوداګرۍ اوپانګونې خوني مسوولین هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت وړاندې کړي ارقام  تائیدوي او زیاتوي، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ د اقتصادي فعالیتونو پر ضد  د هندوستان له‌خو  ستونزې  رامنځته شوي.

دوی زیاته کړېکه د هندوستان له‌خوا د تېر پرڅېر د اقتصادي فعالیتونو لپاره اسا نتیاوي  برابرې  شي د سوداګرۍ  کچه  نوره هم  پیاوړې کیدای شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي: د دواړه هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره لوړ ظرفیت شته، خو ستونزه هندوستان جوړه کړې او افغان سوداګرو ته ویزې نه ورکوي. که دوۍ افغان سوداګرو ته ویزې ورکړي؛ باوري یم، چې د اقتصادي فعالیتونو حجم به ډېر لوړ شي.

د خصوصي  سکتور غړي وايي، چې  دمګړۍ له هندوستان سره د هوايي د هلیز، د پاکستان د واګې بندر او د ایران عباس بندر له لاري سوداګري روانه ده. دوی له هندوستان څخه هیله من دي، چې د اړیکو د پراختیا لپاره شته ستونزې اوارې کړي. 

Trending

Exit mobile version