سیمه ییز خبرونه

په تېرو يوولس كلونو كې ډېره پانگونه د مخابراتو په برخه كې شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزارت چارواكي وايي، په تېرو يوولسو كلونو كې له نوې تكنالوژۍ سره د خلكو د ډېرې ليوالتيا له كبله دوه ميليارد دالر پانگونه شوې او زرگونه افغانانو ته د كار زمينه برابره شوې ده.

د هغه په وينا، دا په افغانستان كې ترټولو ډېره پانگونه ده.

ښاغلى سنگين وايي، د ماليې له وزارت وروسته اوس د مخابراتو وزارت د مخابراتي شركتونو له لارې عوايد را ټولوي او د حكومت خزانې ته يې سپاري.

هغه د ناامنيو دوام په ټول افغانستان كې د دې خدمتونو په وړاندې لويه ستونزه بولي.

د نوموړي په وينا، په تېرو شل كلونو كې شپږ ميليارده كسان د گرځنده تيليفون خاوندان شوي او د نړۍ پنځوس سلنه اوسيدونكي انترنيت لري.

د مخابراتو وزارت د اټكل له مخې، اوس په افغانستان كې پېنځه مخابراتي شركتونه فعاليت كوي .

Trending

Exit mobile version