تازه خبرونه

په تېرو څلیریشت ګړیو کې پر کرونا اخته ۱۵ ناروغان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۶, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس ۲۲۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره د دې ویروس ټول هېوادنی شمېر ۴۳۴۶۸ ته لوړ شوی دی.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په همدومره وخت کې پر کرونا اخته ۱۵ ناروغان مړه شوي او ۴۴ نور رغېدلي دي.

روغتیا وزارت ویلي، له دې سره په ټول هېواد کې د مړه شویو کسانو شمېر ۱۶۳۲ ته او د رغېدلیو یې  ۳۵۱۳۶ ته رسیدلی دی.

د روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کرونا ویروس دغه نوې پېښې په کابل، هرات، کندهار، بلخ ، تخار، کندوز، بغلان، پروان، بادغیس، لوګر، وردګ، فراه او زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي.

دغه راز د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې اداره یا سیګار په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان د کرونا ویروس ازموینې لپاره ۱۳ لابراتوارونه لري، چې کولی شي په ورځ کې ۵۰۰۰ بېلګې معلومې کړي.

د دې ادارې د اټکل له مخې،  په افغانستان کې هره ورځ له ۱۰۰۰۰ څخه  تر ۲۰۰۰۰ پورې بېلګې اخیستل کیږي.

Trending

Exit mobile version