تازه خبرونه

په تېرو څو كلونو كې وړو او لويو صنايعو وده نده كړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د صنعت کارانو د سراسری اتحادیی مسوولين وايي، چې حكومت په تېرو څه باندې لس كلونو كې د كورني صنعت ودې ته پام ونه كړ؛ نو، ځكه پرمختگونه پيكه او ستونزې ډېرې وې.

دوى وايي د حكومت د نه پاملرنې له كبله نږدې زر لويې او وړې توليدي كارخونې تړل شوې دي.

د افغانستان د صنعت كارانو د سراسري اتحاديې رييس شېربازكمين زاده تمه ښيي، چې راتلونكى حكومت به د صنايعو ودې ته ځانگړې پاملرنه وكړي.

نوموړى زياتوي، كه په كور كې د ننه صنعت ملاتړ وشي، د هېواد د اقتصادي پياوړتيا او بې روزگارۍ د كچې په راټيټولو كې به مهم پرمختگونه رامنځته شي.

د افغانستان د صنعت كارانو د سراسري اتحاديې رييس زياتوي، چې كه د كورنيو صنايعو ملاتړ وشي، په كور د ننه به نږدې څلور ميليون كسانو ته د كار زمينه برابره شي.

Trending

Exit mobile version