نړۍ

په تېرو څو میاشتو کې ۸ اعشاریه ۸۸ میلیون کسانو له دوبۍ لیدنه کړې

Published

on

دبۍ د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له جنورۍ څخه تر اوکتوبر پورې له ۴ اعشاریه ۸۸ میلیون لیدونکیو هرکلی کړی دی.

رویټرز څرګنده کړې؛ د اقتصاد او ګرځندوی څانګې د شنبې پر ورځ ویلي، چې یوازې د اوکتوبر په میاشت کې دبۍ ته د نړۍ له یو میلیون ډېر لیدونکي ورغلي دي.

د اقتصاد او ګرځندوی څانګې په ډاګه کړې، چې دغه شمېر د میلمه پالنې په صنعت کې د حرکت او ثبات ښه زیری دی. که څه هم د دې هېواد دغه صنعت کرونا ویروس ځپلی؛ خو پایله یې د تېر ۲۰۲۰ زېږدیز کال پر پرتله ښه ده.

رویټرز زیاته کړې؛ له تېرو شپږمیاشتو راپدیخوا ۹ اعشاریه ۴ میلیون خونې د شپې پلورل شوي، چې د ۲۰۱۹ کال کې په ورته وخت کې یې شمېر ۷ میلیون خونې وې.

Trending

Exit mobile version