سیمه ییز خبرونه

په تېرو ۱۴ کلونو کې لږ تر لږه ۱۴ زره افغان سرتېري وژل شوي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په تېرو ۱۴ کلونو کې لږ تر لږه ۱۴ زره افغان سرتېري له طالبانو سره په جګړه كې وژل شوي دي د وزیرانو د شورا د دارالا انشا د تازه معلوماتو له مخې په دې موده کې ۲۰ زره افغان سرتېري ټپیان شوي هم دي.

د افغانستان جګړه د وخت په تېرېدو سره دیارلسم کال ته دننه کېږي د وزیرانو د شورا د دارالاانشا د تازه معلوماتو له مخې په یاده موده کې ۱۳ زره ۷۰۰ او ۲۹ تنو سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او۱۶۵۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې له طالبانو سره د ۱۳ کلنو جګړې پر مهال 12336 ولسي وګړو خپل ژوند له لاسه وکړی او 11607 نور ټپیان شوي دي او د ۳ میلیارد ډالرو په شاوخوا کې مالي مرستې د سرتېرو او د ملکي وګړو د وژل شويو کورنیو سره مرسته شوې ده.

خو د ښار په بله برخه کې د سرتېرو په اړه اندېښني. دلته د ولسي جرګې یو غړی بکتاش سیاووش وایي:

ولسمشر حامد کرزي په تېرو څو کلونو کې د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره په سمه توګه مرسته نده کړې.

د وزیرانو شورا د دارالا انشا د امورو اداري هغه خبرې رد کړې، چي ویل شوي افغان حکومت د وژل شویو سرتېرو له کورنيو سره مرستې ندي کړي د یادې ادارې د معلوماتو له مخې په تېرو څو کلونو کې د وژل شویو سرتېرو کورنیو سره د دوه میلیاردو افغانیو په شاوخوا کې مرسته شوې ده.

Trending

Exit mobile version