سوداگري
په تېرو ۱۵ میاشتو کې ۱۵۰ بهرنیو پانګوالو د پانګونې جواز اخیستی – چارواکي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي له تېرو ۱۵ میاشتو راپدیخوا بهرنیو پانګوالو په بېلا بېلو برخو کې د پانګونې لپاره ۱۵۰ جوازونه اخیستي او ځینو یې پانګونه هم پیل کړې ده.
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، چې په هېواد کې ورځ تر بلي د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې بهیر د پراختیا په حال کې دی.
د دې وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ له تېرو ۱۵ میاشتو راپدیخوا د ټول هېواد پر کچه ۱۵۰ بهرنیو پانګوالو جوازونه تر لاسه کړي، چې په دې کې ډېري د چین، انګلستان، امریکا، کانادا، پولیند، هالیند، خلیج هېیوادونه، ازبکستان، پاکستان، ایراني پانګوال او شرکتونه شامل دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې پانګوالو په بېلا بېلو برخو کې د پانګونې لپاره خپل لومړني کارونه پیل کړي دي.
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مسوولینو څرګنده کړې؛ په هېواد کې تر بل هروخت د پانګونې لپاره زمینه مساعده شوې او ټول بهرني او کورني پانګوال کولی شي په افغانستان کې ډاډمنه پانګونه وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام آخوندزاده وایي: باوری یوو، چې د کانونو په برخه کې به پانګونه زیاته شي. د کانونو عمومي استخراج تر اوسه له یو فیصده کمه کچه لري. چین او عربي متحده امارات د کانونو په برخو کې ډېر تمرکز لري او پانګونه کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خوني مسوولین هم په هېواد کې د لويې بهرنۍ پانګونې په برخه کې د جوازونو له ورکړې هرکلی کوي او څرګندوي، چې په هېواد کې اوس د لویو پانګونو ترسره کیدو ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا او همداراز مناسب چاپېریال رامنځته شوی.
دوی زیاتوي، چې له دې فرصته باید په لویه کچه ګټه پورته شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي: په هېواد کې لوی اقتصادي ظرفیتونه مات شوي؛ نو له همدې کبله اوس د دې اړتیا ده، چې په هېواد کې پانګونه وشي او د پانګونې لپاره دننه په هېواد کې مناسب بستر هم رامنځته شوی دی.
د اقتصادي چارو کارپوهان پدې باور دي؛ که اسلامي امارت وتوانیږي، چې د کانونو د استخراج او پانګونې ترڅنګ د کرنې او مالدارۍ او د انرژۍ د تولید په برخو کې هم د سیمي او نړۍ د هېوادونو پانګونه جذب کړي؛ نو په افغانستان کې به د فقر او اقتصادي بحران کچه خورا چټکه وده وکړي.