پرمختګ او بشپړتیا
په تېرو ۱۵ کلونو کې پر کور جوړونې ۵ میلیارد دالر پانګونه شوې
په ټولو سترو ښارونو په ځانګړي توګه په کابل کې خلک د کورونو د نه لرلو له ستونزې سره مخ دي؛ خو خصوصي سکتور وايي، چې په تېرو پېنځلس کلونو کې لسګونه پروژې بشپړې شوې دي او په دې برخه کې د پېنځه میلیارد دالرو پانګونه شوې، چې په کې زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
دغه ټولنه نیوکه کوي، چې حکومت په دې برخه کې د خصوصي سکتور هڅونه نه ده کړې.
د ساختماني شرکتونو د ټولنې مرستیال نعیم یاسین وایي، په هېواد کې خصوصي شرکتونو د کور جوړوني په برخه کې د څه باندې پېنځه ملیارد دالرو پانګونه کړې؛ خو حکومت خصوصي سکتور تشویق کړی نه دی.
کومو پانګوالو، چې د ساختماني پروژو په برخه کې پانګونه کړې وایي، که یې حکومت ملاتړ وکړي، د هېواد نورو سیمو کې هم پانګونې ته چمتو دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خوني غړی اعتبار خان ځدراڼ وایي، که د ولت د پانګوالو د هڅونې لپاره کار وکړي؛ مونږ حاضر یو له بهرنیو شرکتو نو سره په ګډه په هېودا کې د کور جوړوني په برخه کې پانګونه وکړو، خو فساد اوس هم د ستونزې په تو ګه پاتې دی.
اقتصادي شنونکي د کور جوړونې په برخه کې پانګونه د هېواد د اقتصاد لپاره اړینه ګڼي.
دوي هم حکومت ته د ملامتیا ګوته نیسي، چې په ساختماني برخه کې یې د خصوصي سکتور بشپړه هڅونه نه ده کړې.
د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وایي، په ښارجوړونې وزارت کې فساد او بیروکراسۍ ستو نزي را جوړې کړي دي.
د هغه په وینا؛ دوی باید د خصوصی سکتور د هڅونې لپاره هغوۍ ته ځمکي ورکړي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ښارګوټې جوړ او خلک هم پر کارونو اخته شي.
د یادونې وړ ده، چې د ښارجوړونې وزارت په دې اړه له څه ږویلو ډډه کړې ده.
خبریال: اسلم حجاب