تازه خبرونه

په تېرو ۲۰ ورځو کې د واورو او سړې هوا له کبله لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه شول

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۳, ۱۴۰۲)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ولایتي ادارو د لومړنیو راپورونو له مخې؛ په ټول هېواد کې د واورې اورښت، باران او سړې هوا له کبله ۶۰ کسان مړه، ۳۴ ټپیان، ۱۶۴۵ کورونه ویجاړ او ۱۷۷ زره ۹۱۱ څاروي له منځه تللي دي.
دغو ادارو د ملي او نړيوالو بنسټونو پر همکارۍ د کب له لومړۍ څخه تر درویشتمې پورې له ٢٢ زره ٤١٥ څخه زياتو کورنيو ته خوراکي، غير خوراکي او نغدي مرستې وېشلي او د هېواد پر ټولو زيانمنو شويو کسانو يې د وېش لړۍ روانه ده.
د سېلابونو له احتمالي خطرونو سره د مبارزې مديريت پلان د ملي او نړيوالو بنسټونو پر همکارۍ ترتيب شوى او د پلي کېدو په حال کې دى او په ١٤٠٣ کال کې هم د ملي او نړيوالو بنسټونو پر همکارۍ په ټول هېواد کې د سیمو د ساتنې لپاره به بېړني پلانونه پلي شي.
دغه راز په هرات ولايت کې د وروستيو اورښتونو او سيلابونو په پایله کې د استوګنې ٢٥٠ کورونه ويجاړ او په زرګونه جريبه ځمکه او باغونه زيانمن شوي او په سلګونه څاروي له منځه تللي دي.
د هرات ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست ويلي، په سېلاب ځپلو سيمو کې د سروې ډلې کار وکوي او شمېر يې تر اوسه وروستۍ شوی ندی.
يو شمېر زيانمنې شوې کورنۍ وايي، چې تر دې مهاله ورسره هیڅ ډول مرسته نده شوې. په داسې حال کې، چې په دغه سېلاب کې يې خپل ټول مالونه له لاسه ورکړي دي.

Trending

Exit mobile version