تازه خبرونه
په تېرو ۲۰ کلونو کې ۵ میلیون کسان روږدی شوي – مولوي حنفي
د افغانستان اسلامي امارت د لومړي وزیر اوه یم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ويلي؛ د افغانستان د اشغال په بهیر کې لږ تر لږه پېنځه میلیون هېوادوال مو پر نشه يي توکو روږدې شوي.
نوموړي له هېوادوالو غوښتي، چې د وطن د آبادۍ لپاره باید خپلې مټې را ونغاړي؛ اقتصادي، ټولنیز، روغتیايي، ناورینونه پخپله مدیریت کړي.
همدارنګه ویل کیږي، چې تر یوه بریده به ستونزې وي؛ خو په نږ دې راتلونکي کې به د هېواد ډېری ستونزي حل شي.
هغه زیاته کړې، چې پر نشه يي توکو د روږ دو کسانو د روغتیا او پالنې چاري د افغانستان اسلامي امارت په غاړه ا خیستی.
مولوي حنفي وایي، چې نړیوالو په جکړه کې ماتي خوړلې او اوس غواړي، چې د افغانستان د اسلامي امارت پر ضد منفي تبلیغات تر سره کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې، چې په تېر پېر او د اشغال په وخت کې د افغانستان د آبادۍ لپاره هیڅ کار ونشو؛ خو ځوانان مو روږدي او ټولنیزې ستونزې مو بیخي زیاتي دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارسمبالي ويلي، چې نړیوالو په ګرمه جګړه کې هېوادنۍ ماته وخوړه، چې اوس يي پر افغانستان د بندیزونه لګولو تر څنګ منفي تبلیغات هم پیل کړي دي.
د اطلاعاتو او فرهنک وزارت چارسمبالي خیر الله خیر خوا ویلي؛ د نړۍ تجروبو ثابته کړې؛ هغه هېوادونه، چې له بندیزونو سره مخ شوي هغوی خپل هېوادونه جوړ کړي. مونږ به حتمي له اوسنیو ستونزو ځانونه وباسوو.
د اسلامي امارت مسوولینو دا ډاډ هم څرګند کړی: ټول هغه هېوادونه، چې له افغانستان سره بشري مرسته کوي ترې هرکلی کوو؛ خو د هیڅ هېواد مشروطي مرستي منلی نشو.
تازه خبرونه
په نړیواله ټولنه کې د افغانستان له بیا یوځای کېدا ملاتړ کوو- انډونیزیا
د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د ګلورا ګوند مشر انیس مټا په «ایکس» پاڼه کې لیکلي، چې د دوشنبې پر ورځ( د اګست پر څلیریشتمه ) یې د افغانستان له شعیب بریالي سره لیدنه کړې ده.
د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ويلي، جاکارټا به په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا یو ځای کېدا له هڅو ملاتړ وکړي.
د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د ګلورا ګوند مشر انیس مټا په «ایکس» پاڼه کې لیکلي، چې د دوشنبې پر ورځ( د اګست پر څلیریشتمه ) یې د افغانستان له شعیب بریالي سره لیدنه کړې ده.
هغه ویلي، چې په دې لیدنه کې یې په مستقیم ډول په افغانستان کې د واکمنو چارواکو لهخوا د نړیوالو ژمنو د عملي کولو او له نړیوالې ټولنې سره د افعغانستان د بیا یوځای کېدا لپاره د زمینې برابرولو په اړه د هڅو د پرمختګ لپاره خبرې کړې دي.
مټا زیاته کړې، انډونیزیا به د رغنده تعامل له لارې له دې بهیر څخه ملاتړ ته دوام ورکړي، چې د افغانستان د خلکو ژوند ښه شي، ثبات ټینګ شي او د هغوی د هوساینې لپاره زمینه برابره شي.
دغه راز په جاکارټا کې د افغانستان د سفارت سرپرست قیس بارکزي د دغو څرګندونو په غبرګون کې د انډونیزیا له رغنده تعامل څخه مننه کړې ده.
بارکزي ویلي، افغانستان له نړۍ سره پر ماناداره تعامل، د سولې او ثبات ټینګښت او په سیمه کې د همکارۍ د خوندي کولو لپاره پخپلو ژمنو ټینګار کوي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د ۴جي کاروونکو شمېر له ۱۰ میلیون واوښت
عنایتالله الکوزي په یوه انځوریز پیغام کې ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۲ میلیون فعال سیمکارتونه شته او نږدې ۱۷ میلیون کسان له انټرنېټي خدمتونو ګټه اخلي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي ويلي، په افغانستان کې د ۴جي خدمتونو د کاروونکو شمېر نږدې ۱۰ میلیون ته رسېدلی دی.
عنایتالله الکوزي په یوه انځوریز پیغام کې ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۲ میلیون فعال سیمکارتونه شته او نږدې ۱۷ میلیون کسان له انټرنېټي خدمتونو ګټه اخلي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، نږدې ۱۰ میلیون کسان د ۴جي انټرنېټ له خدمتونو برخمن دي. په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا مخکې د ۴جي کاروونکو شمېر لږ څه له دوه میلیونو او د انټرنېټ د ټولو کاروونکو شمېر له ۱۰ میلیونو کم و.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مخابراتي پوښښ پراخېدا مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د پراختیا له لاملونو څخه بللي دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د قطر سفیر له ترکي ډیپلومات سره د مخهښۍ لیدنه وکړه
په کابل کې د قطر سفارت ویلي، چې د دغه هېواد سفیر ډاکټر میردف بن علي القاشوطي په کابل کې د ترکیې د سفارت د ډیپلوماتیک پلاوي له مرستیال بلال امره سره د مخهښۍ لیدنه کړې ده.
په افغانستان کې د قطر سفیر د ترکیې سفارت د مرستیال له دندې سره د مخهښې په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو په پیاوړتیا کې د هغه پر رول ټینګار وکړ.
په کابل کې د قطر سفارت ویلي، چې د دغه هېواد سفیر ډاکټر میردف بن علي القاشوطي په کابل کې د ترکیې د سفارت د ډیپلوماتیک پلاوي له مرستیال بلال امره سره د مخهښۍ لیدنه کړې ده.
دغه لیدنه په افغانستان کې د ترکي ډیپلومات د دندې له پای ته رسېدا سره هممهاله شوې ده.
د قطر سفیر په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې د بلال امره له هڅو او همکاریو مننه کړې او په راتلونکو دندو کې یې ورته د بریا هیله کړې ده.
-
لوبی4 days agoآباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه3 days agoافغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
-
سوداگري1 day agoد افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ کموالی د پېښور سوداګریز چاپېریال ګواښي – ډاننیوز
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او تاجکستان پر پوله به پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه2 days agoولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د امریکا نوي بندیزونه«د بېوسۍ نښه» بللې
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه
-
نړۍ2 days agoله اوکراین سره ۸۵ میلیارډ کرونه مرسته کوو – ناروې
